طالبانو ددې پریکړې سره نړسوال غبرګونونه وپارول
په افغانستان کې د طالبانو لخوا په پوهنتونونو کې د ښځینه زده کوونکو د زده کړې د ځنډولو پریکړې د نړۍ په کچه ډیر پراخه غبرګونونه وپارول.
په افغانستان کې د طالبانو لخوا په پوهنتونونو کې د ښځینه زده کوونکو د زده کړې د ځنډولو پریکړې د نړۍ په کچه ډیر پراخه غبرګونونه وپارول.
ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د زده کړو د ځنډولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه د نړیوالو قوانینو خلاف ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر ترک په په خپور کړي بیان کې د طالبانو دغه اقدام نه په افغانستان کې د ښځو حقونو ته د یو ډیر ستر ګوزار په توګه یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې دا پرېکړه د ټول هېواد لپاره یوه غمجنه ضربه ده.
تورکیې هم د طالبانو ددې پریکړې پر خلاف سخت غبرګون وښود. د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان ویاند ابراهیم قالن د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې د طالبانو لخوا په افغانستان کې ښځې د لوړو زده کړو نه محرومولو او د ښځینه زده کوونکو د زده کړو ځنډولو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی. هغه ویلي دي چې د طالبانو دا پریکړه د اسلام مبارک دین سره په ښکاره توګه په ټکر کې ده. دا پریکړه د اسلام دین د شان سره برابره نده.
پاکستان په افغانستان کې د طالبانو پر موقت حکومت هم غږ کړی چې د پوهنتونونو د ښځینه محصلینو د زده کړو د ځنډولو په پرېکړه دې له سره غور وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د افغانستان په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د زده کړو د ځنډولو له پرېکړې خواشینی شوی دی.
په بیان کې ټینګار شوی چې تعلیم د اسلام د احکامو له مخې د هر نارینه او ښځې بنسټیز حق دی او پاکستان پرې ټینګ باور لري او د پوهنتون د ښځینه محصلینو د زده کړو د ځنډولو په اړه یې د پرېکړې په اړه د بیا غور غوښتنه کړې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نید پرائس هم ویلي، چې د طالبانو له خوا په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو د زده کړو ځنډول د منلو وړ نه دي او امریکا به یې ځواب په بندیزونو سره ورکړي.
د طالبانو ادارې پرون اعلان وکړ چې د وزیرانو شورا له پرېکړې سره سم په پوهنتونونو کې د ښځینه محصلینو زده کړې تر امر ثاني پورې ځنډول شوې دي.