په کابل کې پر هوټل ډله ایز برید د ټولو برید کوونکو په وژلو سره پایته ورسید

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د شهر نو په سیمه کې د کابل پر هوټل ډله ایز برید د ټولو برید کوونکو د لمنځه وړو نه وروسته پایته ورسید.

1917909

د ویلو ده چې نن د کابل د شهر نو په سیمه کې  د کابل پر هوټل ډله ایز برید وشو. پداسې حال کې نړۍوالو خبري اژانسونو او عیني شاهدانو ویلي دي چې پدې هوټل کې ډیری بهرني وګړي او په ځانګړې توګه چینايي وګړي اوسیدل خو طالبان بیا وايي چې دلته ځايي وګړي اوسیږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي دي چې د کابل پر هوټل برید د ټولو برید کوونکو په وژلو سره پایته ورسید. هغه ویلي دي چې د هوټل ټول میلمانه روغ رمټ ژغورل شوي او چاته پکې ځاني زیان ندی اوښتی. هغه ویلي دي چې پدې برید کې یواځې ۲ تنه بهرني وګړي چې ځانونه يي د لوړ پوړ نه غورځولی دی ټپیان شوي دي.

پيوندونه: #برید , #کابل

اړوند خبرونه