په مزار شریف ښار کې د مامورینو د حملې پر موټر بمي برید شوی
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ملکي کارکوونکو د حملې پر موټر بمي برید کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
1915085
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د ملکي کارکوونکو د حملې پر موټر بمي برید کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سیمه ایزو مسئولینو په وینا برید نن سهار د حیرتان د سرحدي دروازې د افسرانو د حملې پر موټر بمي برید ترسره شوی دی.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند محمد اصف وزيري ویلي دي چې دا برید د مزار شریف ښار په سيداباد بندر کې شوی دی چې نتیحه کې اووه تنه پوليس وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
ویل کیږي بم د سړک په غاړه د سیار پلورونکي په کراچۍ کې ځای په ځای شوی وو.
د مامورینو موټر د سیمې نه د تیریدو پر مهال چاودنه وشوه.
د پيښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د برید مسئولیت چا په غاړه اخیستی ندی.