د جلال آباد ښار په زړه کې د صرفانو په مارکیټ کې دننه چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د صرفانو په مارکیټ کې چاودنه شوې ده .
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د صرفانو په مارکیټ کې چاودنه شوې ده .
د جلال آباد نه د رارسیدلي رپوټ له مخې نن سې شنبه د دسمبر شپږمه نيټه په ځايي وخت د ماسپخین د دونیمو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار په زړه د تالاشۍ چوک په سیمه کې د صرفانو په مارکیټ کې چاودنه شوې ده .
د ننګرهار ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن سې شنبه د ماسپخین په ۲ بجو او ۳۰ دقیقو د تالاشۍ چوکات په سیمه کې د صرافانو د مارکیټ په دننه کې د ځای په ځای شوو چاودیدونکو توکو چاودنه وشوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۶ تنه ټپیان شوي چې د درمنلې په موخه روغتونونو ته انتقال شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه اخیستی ندی.
د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې په مزار شریف ښار کې هم د مامورینو د حملې پر موټر بمي برید شوی وو چې په نتیجه کې ۷ تنه مړه او ۶ تنه نور تپیان شوي وو.