تورکیې په سیواس ولایت کې په یوې ټرافیکي پيښه کې ګنشمیر ناقانونه کډوالو ژوند د لاسه ورکړی
د تورکیې د سیواس په ولایت کې د ناقانونه کډوالو بس موټر د چپه کیدو له امله ګنشمیر کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
1902917
د تورکیې د سیواس په ولایت کې د ناقانونه کډوالو بس موټر د چپه کیدو له امله ګنشمیر کډوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیواس ولایت امنیتي مسئولینو ویلي دي چې یو بس موټر د مالاتیا – قیصري ولایتونو په لویه لار کې د سیواس ولایت د مازي کران په سیمه کې له کنټروله د وتو نه وروسته چپه شو.
د پيښې د رامنځته کیدو نه وروسته سمدلاسه یو زیات شمیر امبولانسونه او ژغورنې ډلې سیمې ته واستول شوې.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې ۳ تنه مړه او تر ۲۷ ډیر ټپیان شوي دي.
ویل کیږي دې بس موټر ناقانونه کډوال لیږدول.