په کابل کې د کورنیو چارو وزارت تر څنګ جومات کې چاودنه شوې

کابل کې د کورنیو چارو وزارت تر څنګ چاودنه شوې

1888849
په کابل کې د کورنیو چارو وزارت تر څنګ جومات کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کورنیو چارو وزارت ترڅنګ په جومات کې چاودنه شوې ده. 

د ویلو ده چې ددینه وړاندې د کورنیو چارو وزارت دننه د چاودنې نه خبر ورکړ شوی وو خو د کورنیو چارو وزارت ویاند بیا د وزارت په دننهکې چاودنې خبر رد کړی دی. 

هغه ویلي دي چې چاودنه د وزارت تر څنګ په جومات کې چې مراجعین ورته ځي رامنځته شوې ده. 

هغه ویلي دي چې له بده مرغه دا پیښه ځاني تلفات هم لري.

د کورنیو چارو وزارت پدې پیښه کې د ۴ تنو د وژل کیدو او ۲۵ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

د ویلو ده چې څو ورځې مخکې هم په کابل کې د په یو روزنیز مرکز کې چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

هغه ویلي دي چې د پیښې په اړه تحقیقات پیل ښوي دي.

 



اړوند خبرونه