د افغانستان پلازمینه کابل یو ځل بیا په وینو ولړل شوه.
په کابل کې په چاودنه کې په لسګونو تنو تنکي ځوانانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان پلازمینه کابل یو ځل بیا په وینو ولړل شوه.
په کابل کې په یو ښوونیز مرکز د برید په نتیجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدران ویلي دي چې نن جمعه د سهار د ۷ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې د کابل د ۱۳ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ( کاج ) په نامه په یو ښوونیز مرکز کې چاودنه وشوه.
ځدران ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویل کیږي نن پدې ښوونیز مرکز کې ازموینه اخیستل کیده چې د همدې امله ګنشمیر زده کوونکې راټول شوي وو.
د بله پلوه سیمه ایزو رسنیو د پیښې د عیني شاهدانو له قوله لیکلي دي چې دا یو ځانمرګی برید وو.
د پيښې نه وروسته ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي.
همداشان ځینو عیني شاهدانو بیا د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده.