د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګي برید شوی دی.

د کابل د اومې امنیتي حوزي په مربوطاتو کې د دارلامان سړک پر سر روسیې سفارت ته نږدې ځانمرګی برید شوی

1875904
د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګي برید شوی دی.

 د افغانستان په پلازمینه کابل کې ځانمرګي برید شوی دی.

د کابل ښار د پولیسو ویاند خالد ځدران ویلي دي چې نن دوشنبه د سپټمبر پنځمه د غرمې نه مخکې د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د کابل د اومې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د روسیې سفارت ترڅنګ یو تن چې غوښتل يي د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان وچوي د امنیتي ځواکونو لخوا د پیژندل کیدو نه وروسته په نښه شوی چې په نتیجه کې چاودنه رامنځته شوې ده.

خالد ځداران پدې پیښه کې د ۴ تنو افغانانو او دوو تنو روسي وګړو د وژل کیدو  او ۱۰ نورو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی .

د بله پلوه د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پدې پيښه کې په کابل کې د روسیې د سفارت د دوو تنو کارکوونکو د وژل کیدو پخلی کړی دی.

د ویلو ده چې برید په کابل کې د روسیې د سفارت د قونسلي چارو د څانګې په مخ کې شوی دی.

د ویلو ده چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

پدې وروستیو کې په افغانستان کې د چاودنو او بریدونو کچه لوړه شوې ده . د تیرې جمعې په ورځ په هرات ولایت کې د هیواد په کچه په مشهور او پياوړي دیني عالم مجیب الرحمان انصاري برید وشو چې د هغه په ګډون په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د تیر برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو.



اړوند خبرونه