د افغانستان یو بل ډیر مشهور او پياوړی دیني عالم هم ووژل شو
په افغانستان کې د دیني علماو د زنځیري وژنو په لړ کې نن یو بل نامتو او پياوړی دین عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري په قتل ورسول شو.
په افغانستان کې د دیني علماو د زنځیري وژنو په لړ کې نن یو بل نامتو او پياوړی دین عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري په قتل ورسول شو.
نن د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت د ګذرګاه په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.
ویل کیږي ددې برید اصلي هدف د هرات او ټول افغانستان پياوړی او نامتو عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري وو.
د طالبانو د موقت حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د مولوي انصاري وژل کیدو پخلی کړی دی او ویلي دي چې پياوړی عالم مولوي مجیب الرحمان انصاري د ګذرګاه په جامع جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال په ترسره شوې بزدلانه برید کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه د هرات د ولایت ویاند ویلي دي چې پدې برید کې د مولوي انصاري په ګډون ۱۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر شلو ډیر ټپيان شوي دي.
د ویلو ده چې مولوي انصاري په افغانستان کې د جمهوریت پر مهال به هم پر حکومت ډیرې سختې نیوکې کولې او د طالبانو ملاتړ به يي کولو.
هغه د طالبانو یو تر ټولو قوي ملاتړ وو. مولوي انصاري یو څه موده مخکې د طالبانو لخوا په جوړه شوې مشورتي لویه جرګه کې د خپلو ډیرو تندو څرګندونو سره د ټولو پام ځانته رااړولی وو.
هغه ویلي وو چې په افغانستان کې د موجود اسلامي نظام یعنې د طالبانو د حکومت سره مخالفت کوونکي واجب القتل دي او باید سرونه ترینه پرې کړی شي.
د هغه دې څرګندونو ډول ډول غبرګونونه پارولي وو. د ویلو ده چې مولوي انصاري په ټول افغانستان کې او په ځانګړې توګه په هرات ولایت کې ډیر زیات شهرت او ډیر زیات پلویان درلودل.