په کابل کې په جومات کې چاودنې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیر ماښام په یو جومات کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان په پلازمینه کابل کې تیر ماښام په یو جومات کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کابل د امنیې قومندانۍ ویلي دي چې پرون چار شنبه د اګست ۱۷ مه نيټه د کابل د ۱۷ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د خیرخانې کوتل په سیمه کې په یو جومات کې د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه وشوه.
پداسې حال حال کې د کابل امنیتي مسئولینو پدې چاودنه کې د ځاني زیان پخلی کړی خو دقیقې شمیرې په اړه يي څه ندي ویلي خو عیني شاهدانو او ځايي رسنیو بیا پدې چاودنه کې د جومات د امام مولوي امیر محمد کابلي په ګډون لږ تر لږه د ۲۰ تنو د وژل کیدو او تر ۴۰ تنو ډیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د ویلو ده چې لنډه موده مخکې هم په کابل کې د طالبانو د یو جګپوړي چارواکي مولوي رحیم الله حقاني په مدرسه کې چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې مولوي رحیم الله حقاني په ګډون ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د مولوي رحیم الله حقاني پر مدرسې د برید مسئولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی وو خو د کابل د تیرې شپې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.