د افغانستان په کندهار ولایت کې د طالبانو د لویې غونډې ځای ته نږدې چاودنه شوې ده.

کندهار کې چاودنه شوې

1869740
د افغانستان په کندهار ولایت کې د طالبانو د لویې غونډې ځای ته نږدې چاودنه شوې ده.

د افغانستان په کندهار ولایت کې د طالبانو د لویې غونډې ځای ته نږدې چاودنه شوې ده.

د ویلو ده چې چاودنه  نن د ماسپخین نه وروسته هله رامنځته شوې ده چې د طالبانو مشر ملا هبت الله غونډې ته وینا کوله.

طالبانو نن په کندهار ولایت کې  د زرګونو تنو طالب مقاماتو، علماو، قومي مشرانو ، مخورو او پخواني حکومت د ځینو مقاماتو په ګډون غونډه جوړه کړې وه.

پداسې حال کې چې د کندهار ولایت امنیتي مسئولینو او طالبانو موقت حکومت ددې چاودنې په اړه څه ندي ویلي سیمه ایزو رسنیو بیا ویلي دي چې چاودنې ځاني تلفات هم رامنځته کړي دي.

ویل کیږي په چاودنه کې د غونډې د تالار ساتوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ملکي وګړو ته پکې زیان ندی اوښتي.



اړوند خبرونه