د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د  تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله ۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د  تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

1869068
د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د  تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله ۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د  تېرې اوونۍ د سېلابونو له امله لږ تر لږه ۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د طالبانو د موقت حکومت له طبیعي پیښو سره د مبارزې د ریاست ویاند محمد نسیم حقاني رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي، چې په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان په په شپږو ولایتونو کې سختو سیلابونو د پام وړ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

په بیان کې راغلي دي چې په ننګرهار، پکتيا، خوست، لوګر، ميدان وردګو او پروان ولايتونو کې  سختو د اورښتونو  په  نتیجه کې د راوتلو سېلابونو له امله لږ تر لږه ٩٠ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى او ګڼ نور ټپيان شوي دي.

حقاني ویلي دي  چې په سلګونو کورونه او په زرګونو جريبه کرنيزه ځمکه هم زيانمنه شوې ده او زیاته کړې ده  چې له زيانمنو شويو سره د خوراکي توکو او خيمو مرسته شوې ده.

له بلې خوا سېلاب ځپلي خلک وايي  چې  دوې سره ترسره شوې مرستې کافي نه دي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، په تېرو څلورو مياشتو کې په ټول هېواد کې د راوتلو سېلابونو له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د هوا پېژندنې اداره په تېره بیا ختیځو ولایتونو ته د پرله پسې بارانونو او سیلابونو خبرداری ورکوي.



اړوند خبرونه