په پروان کې په سیلاوونو کې د مړو شمیره د ۳۰ تنو ته واوښته
د افغانستان د پروان ولایت په سیاګرد او شینوارو ولسوالیو کې سېلاوونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوې ده .
د افغانستان د پروان ولایت په سیاګرد او شینوارو ولسوالیو کې سېلاوونو په نتیجه کې د مړو شمیره ۳۱ تنو ته لوړه شوې ده .
د باختر اژانس د پروان ولايت د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکټر عبدالله افغانمل له قوله ویلي چې په پدې سیلاوونو کې تر اوسه پورې ۳۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی ، ١٧ تنه ټپيان شوي او تر سلو ډیر کسان لادرکه دي .
یوې سرچینې ویلي، په سېلابونو کې یو زیات شمیر وګړي د خپلو موټرو سره یو ځای لا درکه شوي دي.
د بله پلوه د پروان ولایت عامې روغتیا رئیس ویلي دي چې کیدای شي د مړو شمیره لوړه شي.
د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د دغه ولایت والي، امنیه قوماندان او د عامې روغتیا رئیس زیانمن شویو سیمو ته ورغلي وو، چې د لومړنیو توکو او روغتیايي توکو مرسته ورسره وکړي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې د پروان ولایت سربیره په ننګرهار او ودرګ ولایت کې هم سیلاوونو ګنشمیر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.