د طالبانو د مخکښ څیرې شیخ رحیم الله حقاني جنازې لمونځ په جلال آباد ښار کې اداء شو
د طالبانو د مهمو څیرو نه د شیخ رحیم الله حقاني جنازې لمونځ چې پرون په پلازمینه کابل کې په خپله مدرسه کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې وژل شوی وو نن په جلال آباد ښار کې اداء شوه.
د طالبانو د مهمو څیرو نه د شیخ رحیم الله حقاني او د هغه ورور جنازې چې پرون په پلازمینه کابل کې په خپله مدرسه کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې وژل شوي وو نن په جلال آباد ښار کې خاورو ته وسپاره شوه.
شیخ رحیم الله حقانی چې د طالبانو یو مخکښ شخصیت او د حقانی ډلې یو د اغېزمنو مشرانو څخه وو چې تیره ورځ په پلازمینه کابل کې په خپله مدرسه کې د ځانمرګي برید په نتیجه کې ژوند له لاسه ورکړ. پدې برید کې د هغه ورور هم ژوند د لاسه ورکړ.
د طالبانو د موقت حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي تیره ورځ اعلان وکړ چې رحیم الله حقاني په ځانمرګي کې ژوند د لاسه ورکړ.
افغان رسنیو ویلي دي چې حقاني په پلازمینه کابل کې د حقاني ډلې اړوند یوې مدرسه کې د تدریس پر مهال ، د ځانمرګي برید په پایله کې وژل شوی دی.
په شیخ رحیم الله حقاني د برید مسئولیت د داعش ترهګرې ډلې په غاړه وړاخیست.
داعش ترهګرې ډلې په خپلو ټولنیزو رسنیو کې اعلان کړی چې په پلازمینه کابل کې د شیخ رحیم الله حقانی پر وړاندې د ځانمرګي برید دوی کړی دی.
د شیخ رحیم الله حقاني او د هغه د ورور جنازې نن د جلال آباد په ښار کې د طالبانو د یو زیات شمیر مشرانو او په زرګونو تنو په ګډون د جنازې د لمونځ نه وروسته خاورو ته وسپارل شوې.