په هرات کې د امنیتي منسوبینو د حملې پر موټر وسله وال برید شوی
د افغانستان په لویديځ کې په هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو د حملې پر موټر وسله وال برید شوی دی.
1851298
د افغانستان په لویديځ کې په هرات ولایت کې د امنیتي ځواکونو د حملې پر موټر وسله وال برید شوی دی.
د هرات ولایت د امنیتي مسئولینو په وینا نن دوشنبه د جولای څلورمه نیټه د سهار په ساعتونو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د منسوبینو د حملې پر موټر وسله وال برید شوی دی.
برید د هرات ولایت د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې شوی دی. طالبانو پدې برید کې د دوو تنو د وژل کیدو او ۱۶ تنو د ټپي کیدو نه خبر وکړی .
د بله پلوه ځینو سیمه ایزو رسنیو بیا ددې برید د ځاني تلفاتو شمیره د طالبانو لخوا د اعلان شوې شمیرې نه لوړه ښودلې ده .