په ننګرهار کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې
د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار ولایت د غني خیلو د ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوې ده.
1845511
د افغانستان په ختيځ کې د ننګرهار ولایت د غني خیلو د ولسوالۍ په بازار کې چاودنه شوې ده.
د افغانستان د باختر خبري اژانس د خبر له مخې نن دوشنبه د جون د میاشتې شلمه نیټه د سهار په ساعتونو کې د غني خیلو ولسوالۍ په بازار کې د ملکي وګړو پر موټر چاودنه شوې ده .
د ویلو ده چې چاودنه د غني خیلو ولسوالۍ د روغتیا د مدیر پر موټر شوې ده. په چاودنه کې دوه تنه مړه او د ۵ تنو طالبانو په ګډون ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې پرون هم د افغانستان د پلازمینې کابل د ۱۵ امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د خواجه بغراء په سیمه کې په یو موټر چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.
همداشان د تیرې خالي په ورځ د کابل د کارته پروان په سیمه کې د هندو سیکانو پر درمسال ډله ایز برید شوی وو.