په کندوز ولایت کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې
د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې په یو جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده .
1844929
د افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت د امام صاحب په ولسوالۍ کې په یو جومات کې د جمعې لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده .
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې چاودنه د امام صاحب ولسوالۍ د الف بیردي د جومات په منځ کې د جمعې د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده .
د کندوز ولایت د پولیسو ویاند د چاودنې پخلی کړی دی او د مرګ ژوبلې په اړه يي څه ندي ویلي.
د بله پلوه د افغانستان د باختر خبري آژانس ویلي دي چې پدې برید کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د امام صاحب د ۵۰ بستري روغتون مسئولینو ویلي دي چې د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.