د افغانستان مزار شریف ولایت یو ځل بیا خونړیو چاودنو ولړزو.
په مزار شریف ښار کې غبرګو چاودنو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واړوله
د افغانستان مزار شریف ولایت یو ځل بیا خونړیو چاودنو ولړزو.
د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې دوه پرله پسې چاودنې وشوې.
د بلخ ولایت د پولیسو ویاند محمد اصف وزیري خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن پنجشنبه د اپریل د میاشتې ۲۸ مه نیټه د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې په دوو پرله پسې چاودنو کې له امله لږ تر لږه ۹ تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
ویاند ویلي دي چې چاودنې د ښاري ټرانسپورت د سجادیه او کانتینرها په تم ځایونو کې رامنځته شوي دي.
عیني شاهدانو بیا د مړو شمیره د لسو تنو نه لوړه ښودلې ده .
ویل کیږي برید د شیعه میشتو سیمو په مساپروړونکو موټرو شوي دي. د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې یوه اونۍ مخکې د اپریل په ۲۱ مه نیټه هم په مزارشریف کې د شیعه ګانو په یو جومات بمي برید شوی وو چې په نتیجه کې ډیرو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.