داځل په کندوز کې د بې ګناه لمونځ کوونکو قتل عام وشو

د افغانستان په شمال کې داځل د کندوز په ولایت کې ستر قتل عام رامنځته شو.

1816684
داځل په کندوز کې د بې ګناه لمونځ کوونکو قتل عام وشو

د افغانستان په شمال کې داځل د کندوز په ولایت کې ستر قتل عام رامنځته شو.

نن د جمعې ورځ د اپریل ۲۲ مه نیټه د مازیګر په ساعتونو کې د کندوز ولایت په مرکز امام صاحب کې  د مولوي‌ سکندر په مدرسې او جومات ځانمرګي‌ برید له امله ستر قتل عام رامنځته شو.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي‌ دي‌ چې په امام صاحب کې  په جومات د برید په نتیجه کې ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۳ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د بله پلوه عیني‌ شاهدانو د مړو شمیره د اعلان شوي‌ رقم نه ډیره لوړه ښودلې ده .

د ویلو ده چې پرون په مزارشریف ولایت کې د شیعه ګانو په جومات خونړی برید شوی وو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

نن پنځمه ورځ ده چې په افغانستان کې هره ورځ‌ په پرله پسې ډول چاودنې او د بې ګناه انسانانو عام وژنې کیږي.



اړوند خبرونه