د افغانستان په پلازمینه کابل کې ۳ پرله پسې چاودنې شوي دي.
په کابل کې په یو ښوونځي او د تعلیمي مرکز په مخکې ۳ چاودنې شوي
د افغانستان په پلازمینه کابل کې ۳ پرله پسې چاودنې شوي دي.
د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې درې واړه چاودنې د کابل په لویدیځه برخه کې شوي دي.
د کابل امنیتي مسئولینو ویلي دي نن سې شنبه د اپریل ۱۹ د کابل په لویدیځ کې د دشتې برچي په سیمه کې په یو دولتي ښوونځي کې درې پر له پسې چاودنې شوي دي.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران د چاودنو پخلی کړی . هغه خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنې په یو دولتي ښوونځي کې رامنځته شوي دي چې له امله يي د سیمې خلکو او زده کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بله پلوه د پیښو عیني شاهدانو بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې د چاودنو نه یوه د یو تعلیمي کورس په مخکې رامنځته شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند ددې چاودنو د ځاني تلفاتو په اړه ویلي دي چې تر اوسه پورې ۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي خو عیني شاهدانو بیا لږ تر لږه د شلو تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
د بله پلوه د کابل د ایمرجنسۍ روغتون ویلي دي چې تر اوسه پورې د چاودنو ۷ تنه ټپیان دې روغتون ته انتقال شوي دي.