د کابل په زړه کې د پل خشتي په تاریخي جومات د لاسي بم برید شوی
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پل خشتي په جومات د لاسي بم برید شوی دی.
1808224
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د پل خشتي په جومات د لاسي بم برید شوی دی.
د کابل د پولیسو ویاند خالد ځدران خبري رسنیو ته ویلي دي چې نن چار شنبه د اپریل شپږمه نيټه د کابل د پل خشتي په جومات د لاسي بم برید شوی دی چې په نتیجه کې ۶ تنه ټپیان شوي دي.
هغه ویلي دي چې امنیتي ځواکونو د دې برید په تړاو یو تن مشکوک کس نیولی دی.
د ویلو ده چې دوه ورځې مخکې د کابل ونډو او صرفانو په مرکز شهزاده سرای باندې د لاسي بم برید شوی وو چې په نتیجه کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د تیر برید مسئولیت هم کوم شخص یا کومې ډلې په غاړه نه وو اخیستی.