د افغانستان د بغلان په ولایت کې د ډبرو سکرو په یو معدن کې ستره فاجعه رامنځته شوه.
د بغلان د نهرین په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یو معدن کې ستره فاجعه رامنځته شوه
1772633
د افغانستان د بغلان په ولایت کې د ډبرو سکرو په یو معدن کې ستره فاجعه رامنځته شوه.
سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې د بغلان ولایت د نهرین په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په معدن کې د یوې برخې د ښویدو په نتیجه کې لږ تر لږه لس تنه کارګران بند پاتې وو چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په سیمه کې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه د نهرین ولسوالۍ د چنارک په نامه د ډبرو سکرو په معدن کې رامنځته شوې ده .
دا پیښه پرون چارشنبه د فبروري دویمه نیټه رامنځته شوې وه. د معدن د یوې برخې د ښویدو نه وروسته کارګران بند پاتې وو چې ټولو ژوند د لاسه ورکړی دی.