په افغانستان کې یو ځل بیا په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

د ننګرهار ولایت د سپین غر په ولسوالۍ کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې

1733151
په افغانستان کې یو ځل بیا په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

په افغانستان کې یو ځل بیا په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت د سپین غر ولسوالۍ د تریلي په کلي کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده .

عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پیښه کې ګنشمیر لمونځ کوونکو ته تلفات اوښتي دي خو کره شمیره يي معلومه نده.

پداسې حال کې چې طالبانو پدې برید کې د ۱۵ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو نړۍوالو خبري اژانسونو بیا د ننګرهار د حوزي روغتون د ډاکټرانو له قوله پدې پیښه کې د ۳ تنو د وژل کیدو او ۱۵ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.

ویل کیږي د جومات امام هم ټپي شوی دی. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.

د ویلو ده چې طالبانو قدرت ته د رسیدو نه وروسته په ځانګړې توګه پر جوماتونو او بیا د جمعې د لمانځه پر مهال بریدونو کچه لوړه شوې ده .

یو څه موده مخکې په پرله پسې ډول سره د یوې اونۍ په توپیر سره په کندوز او کندهار ولایتونو کې پر جوماتونو د جمعې د لمانځه پر مهال بریدونه وشو چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د تیرو بریدونو مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی وو خو ددې برید مسئولیت تر اوسه پورې چا ندی منلی.



اړوند خبرونه