د کابل د تیرې ورځې په برید کې مهم طالب چارواکی هم ووژل شوی دی
په کابل کې د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون د تیرې ورځې په ډله ایز برید کې د طالبانو یو تن مهم قومندان په ګډون ۲۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او تر ۵۰ تنو ډیر ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې پرون سې شنبه د نوامبر دویمه نیټه د غرمې نه وروسته د یوې بجې په شاواخوا کې د کابل تر ټولو په ستر پوځي سردار محمد داوود خان روغتون ډله ایز برید وشو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د کابل برید د پنځو تنو داعشي ترهګرو د وژلو سره پایته ورسید.
همداشان طالبانو ویلي دي چې د کابل د برید کوونکو نه يي دوه تنه ژوندي نیولي دي چې بهرني وګړي دي.
طالبانو د نیولو بهرنیو وګړو د هویت او هیواد په اړه څه ندي ویلي چې د کوم هیواد وګړي دي.
د بله پلوه د کابل د تیرې ورځې په برید کې د کابل د قول اردو قومندان مولوي حمدالله مخلص ژوند د لاسه ورکړی دی.
د طالبانو یو تن چارواکي شیخ عبدالحمید حماسي په خپل ټویټر پاڼه کې د مولوي حمد الله مخلص د وژنې پخلی کړی دی. هغه ویلي دي مولوي مخلص پر سردار محمد داوود خان روغتون د برید نه سمدلاسه وروسته د پيښې ځای ته ځان ورسو او د برید کوونکو سره په مخامخ نښته کې ژوند د لاسه ورکړ.
د یادولو وړ ده مولوي مخلص لومړنی طالب چارواکی وو چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د تیښتې نه وروسته ارګ ته داخل شوی وو.
د کابل د تیرې ورځې برید مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیست.
د بله پلوه د افغانستان جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د کابل د تیرې ورځې د برید په اړه پر طالبانو په غبرګون کې پر طالبانو هم سخته نیوکه کړې ده .
هغه ویلي پداسې حال کې چې طالبان ښکاره جنایت انتحار او انفجار د استشهادي بریدونو په نامه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې تقدیروي او ستاینه ترینه کوي نوې څه ډول به دوې ددې ډول بریدونه مخه ونیسي؟