په کابل کې تر ټولو په ستر پوځي روغتون ډله ایز برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې تر ټولو په ستر د سردار محمد داوود خان پر پوځي روغتون ډله ایز برید وشو.
د رویټرز خبري اژانس د یو تن طالب چارواکي چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شوي له قوله لیکلي دي چې نن سې شنبه د نوامبر دویمه نیټه د ماسپخین په ساعتونو کې د سردار محمد داوود خان په پوځي روغتون کې دوه جلا جلا چاودنې وشوې.
ویل کیږي لومړۍ چاودنه په ځايي وخت د ماسپخین د یوې بجې په شاوخوا کې د روغتون په دخولي دروازه کې وشوه.
همداشان څو دقیقې وروسته د روغتون دننه دویمه چاودنه رامنځته شوه.
د چاودنې نه وروسته ډزې هم رامنځته شوې.
همداشان د طالبانو د ویاند مرستیال هم د دوو چاودنو پخلی کړی دی.
پداسې حال کې چې طالبانو تر اوسه پورې ددې چاودنو نوعیت ندی اعلان کړی خو ګمان کیږي چې د ځانمرګیو برید کوونکو لخوا شوي وي.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۱۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۳۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.