د کابل تر ټولو د ستر پوځي سردار محمد داوود خان روغتون په مخکې چاودنه شوې
د کابل تر ټولو په ستر پوځي روغتون برید شوی
د افغانستان په پلازمینه کابل کې تر ټولو په ستر پوځي روغتون بمي برید شوی .
د طالبانو د ویاند مرستیال ددې چاودنې پخلی کړی دی او ویلي دي چې د کابل د سردار محمد داوود خان پوځي روغتون ترڅنګ درنده چاودنه شوې ده .
هغه ویلي دي چې د چاودنې نوعیت معلوم ندی. د بله پلوه عیني شاهدانو د چاودنې نه وروسته په سیمه کې د ډزو د غږونو د اورید نه خبر ورکړی دی.
همداشان عیني شاهدانو بیا ویلي دي چې په سیمه کې د دوو چاودنو غږونه اوریدلي دي.
ددې پيښې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند قاري سعید خوستي بیا ویلي دي چې دا چاودنه د سردار محمد داوود خان روغتون په دخلولي دروازه کې شوې ده.
د پیښې نه سمدلاسه وروسته ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي او سیمه يي تر څار لاندې نیولې ده .
ځینو سرچینو ویلي دي چې دا چاودنه د ځانمرګي برید په نتیجه کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي تر اوسه پورې ددې پيښې ۹ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.