د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې چاودنه شوې ده .
په جلال آباد د طالبانو په رینجر موټر چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار په ولایت کې چاودنه شوې ده .
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن دوشنبه د لړم دریمه نیټه د سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د قاسم آباد په سیمه کې د طالبانو په یو رینجر بمي برید وشو.
د ننګرهار امنیتي مسئولینو د چاودنې پخلی کړی دی خو پدې پيښه کې د ځاني زیانونو په اړه څه ندي ویلي.
د بله پلوه د ننګرهار د حوزي روغتون یو ډاکټر خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پیښې دوه تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې په ځانګړې توګه په ننګرهار ولایت کې پر طالبانو د بریدونو او هدفي وژنو کچه لوړه شوې ده .
تیره ورځ هم د جلال آباد ښار د رینګ روډ په سیمه کې د دوو تنو مړي موندل شوي وو.
همداشان ددینه مخکې د طالبانو په رینجر هم چاودنه شوې وه.
د ډیرو بریدونو مسئولیت د داعش ترهګره ډله په غاړه اخلي. د نني برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.