د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته سفر کړی
په افغانستان کې طالبان واک ته د رسیدو نه وروسته دې هیواد ته دویم جګپوړي بهرني چارواکي سفر وکړ.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د رسمي سفر په ترڅ کې کابل ته رسیدلی دی.
د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدننه وکړه.
پدې لیدنه کې د دواړو هیوادونو هيئتانو هم ګډون کړی وو.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي دي چې پدې لیدنه کې امیر خان متقي د اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیر نه کابل ته د سفر له امله او د مزار شریف د هوايي ډګر د بیا رغونې او نورو برخو کې د اوزبیکستان د مرستو له امله مننه وکړه.
همداشان پدې لیدنه کې د اوزبیکستان بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې ده چې طالبان په نړۍواله ټولنه کې خپل قوي ځای پيدا کړي. همداشان هغه ډاډ ورکړ چې هیواد يي د افغانستان سره د ترانزیت، انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې په خپلو ژمنو ولاړ دی.
د ویلو ده چې په افغانستان کې طالبان واک ته د رسیدو نه وروسته دا دویم جګپوړی بهرنی چارواکی دی چې د افغانستان نه لیدنه کوي.
ددینه مخکې د قطر د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته راغلی وو.