د داعش ترهګرې ډلې په جلال آباد کې پر طالبانو د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.
په جلال آباد کې د چاودنو مسئولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه واخیسته
د داعش ترهګرې ډلې په جلال آباد کې پر طالبانو د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.
د داعش ترهګرې ډلې د طالبانو په یو موټر د برید د ویدیو د خپرولو سره په ننګرهار ولایت کې د وروستیو بریدنو مسئولیت په غاړه واخیست.
داعش ویلي دي چې پر طالبانو ۷ جلا جلا بریدونه کړي چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۳۵ تنو طالبانو ته د مرګ ژوبلې د اړولو ادعاء کړې ده .
طالبانو د داعش ترهګرې ډلې ددې ادعاء په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.
د یادولو وړ ده چې پرون د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې څو پرله پسې چاودنې وشوې.
چاودنې ټولې د طالبانو پر رینجر موټرو باندې شوي دي. پدې چاودنو کې د ۳ تنو د وژل کیدو او ۲۱ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د ننګرهار ولایت حوزوي روغتون ویلي دي چې پدې بریدونو کې ۲ تنه مړه او ۱۹ تنه ټپیان شوي دي.
همداشان نن ماښام هم په جلال آباد ښار کې د طالبانو پر موټر چاودنه شوې چې په نتیجه کې څو تنو ته د مرګ ژوبلې اوښتو نه خبر ورکړ شوی دی.