په جلال آباد کې پرله پسې چاودنې شوي دي

په کابل او جلال آباد کې څو چاودنې شوي دي

1707514
په جلال آباد کې پرله پسې چاودنې شوي دي

د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پرله پسې چاودنو نه خبر ورکړ شوی دی.

د جلال آباد نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن خالي  د جلال آباد ښار د پنځمې او شپږمې ناحیو په سیمو کې جلا جلا چاودنې شوي  دي.

عیني  شاهدانو پدې چاودنو کې د مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکړی دی.

پداسې حال کې چې طالب چارواکیو ددې چاودنو په اړه څه ندي ویلي  خو عیني  شاهدانو ویلي دي چې په جلال آباد ښار کې چاودنې د طالبانو په رینجرو شوي دي.

پدې چاودنو کې د طالبانو سربیره ملکي وګړو ته هم زیان اوښتی دی.

ځینو سرچینو پدې  چاودنو کې د ۴ تنو د وژل کیدو او تر شلو ډیرو کسانو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی خو د ننګرهار  حوزوي  روغتون د دوو تنو د وژل کیدو او ۱۹ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی. 

د ویلو ده چې نن د غرمې نه مخکې د کابل د دشت برچي په سیمه کې هم په یو موټر چاودنه وشوه چې په نتیجه کې ۲ تنه ټپیان شوي دي. 



اړوند خبرونه