د کابل په هوايي ډګر کې د ایټالیا پر پوځي‌ الوتکې د الوتنې پر مهال ډزې شوي‌ دي

د کابل په هوايي ډګر کې د ایټالیوي‌ ځواکونو په یوې پوځي‌ الوتکې د الوتنې پر مهال ډزې شوي‌ دي.

1697931
د کابل په هوايي ډګر کې د ایټالیا پر پوځي‌ الوتکې د الوتنې پر مهال ډزې شوي‌ دي

 

د رویټرز خبري‌ اژانس د ایټالیا د امنیتي‌ مقاماتو له قوله لیکلي‌ دي‌ چې په کابل کې ایټالیوي‌ ځواکونو اړوند پر پوځي‌ الوتکې ډزې شوي‌ دي.

نوموړي‌ چارواکي‌ ویلي‌ دي چې په برید کې الوتکې ته زیان ندی اوښتی.

د بله پلوه یو تن ایټالیوي‌ ژونالست د سکای ۲۴ تلویزیون  ته ویلي‌ دي‌ چې د ایټالیا پر پوځي‌ الوتکې چې سل ته ملکي‌ افغان وګړي‌ پکې سپاره ول د الوتنې  سره سم ډزې وشوې.

د بله پلوه حکومتي‌ سرچینو د استخباراتو د راپورونو له مخې ویلي‌ دي‌ چې افغان ځواکونو په هوايي ډګر کې د خلکو د رش او هجوم د مخنیوي‌ په خاطر هوايي ډزې کړي‌ دي.

په الوتکه مخامخ ډزې ندي‌ شوي.

خو ځینو ایټالیوي‌ امنیتي‌ سرچینو بیا ویلي دي‌ چې ډزې په الوتکه شوي‌ دي.



اړوند خبرونه