د کابل د هوايي ډګر په مخکې خونړۍ چاودنه شوې
د کابل د هوايي ډګر په مخکې چاودنه شوې چې مرګ ژوبله رااړولې ده
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هوايي ډګر څیرمه دوه پرله پسې چاودنې شوي دي .
ځايي رسنیو ویلي دي چې دا چاودنې د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په مخکې شوې ده .
په چاودنه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې نن پنجشنبه د کابل د هوايي ډګر په مخکې دوه جلا جلا چاودنې شوي دي. پدې چاودنو کې د ترکیې وسله والو ځواکونو او پرسونل ته هیڅډول زیان ندی اوښتی.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري د چاودنې پخلی کړی دی او ویلي دي چې چاودنه مرګ ژوبله هم لري او د مرګ ژوبلې دقیقه شمیره معلومه نده.
ځینو رسنیو په چاودنو کې لږ تر لږه د ۱۵ تنو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم امریکا دفاع وزارت خبرداری خپور کړی چې داسې دقیق راپورونه يي ترلاسه کړي چې داعش ترهګرې ډله د هوايي ډګر په مخکې پر ملکي وګړو د خونړی بریدونو پلان جوړوي.
همداشان د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر هم تیره ورځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی وو چې د کابل د هوايي ډګر د دروازو او شاوخوا نه ځانونه لرې وساتي.
د امریکا ولسمشر جو بایدن هم دوه ورځې مخکې خبرداری ورکړی وو چې داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې د داعش ترهګرې ډلې د کابل د هوايي ډګر په مخکې پر ملکي وګړو د بریدونو پلان لري.