د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هوايي ډګر په مخکې دوه زورورې چاودنې شوي دي .
په کابل کې د هوايي ډګر په مخکې دوه غبرګې چاودنې وشوې
ځايي رسنیو ویلي دي چې دا چاودنې د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر په مخکې شوي دي.
په چاودنو کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو یو تن چارواکي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې پدې چاودنو کې لږ تر لږه ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان پدې چاودنو کې درې تنه امریکايي سرتیري ټپیان شوي دي. پداسې حال کې چې د امریکا دفاع وزارت د خپلو سرتیرو د ټپي کیدو په اړه څه ندي ویلي خو امریکايي رسنیو بیا پدې چاودنو کې د ۳ تنو امریکايي سرتیرو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی
د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کیبري د چاودنو پخلی کړی دی .
یو تن امریکايي چارواکي بیا ویلي دي چې لومړني تحقیقات ښايي چې ځانمرګي بریدونه وو.
د ترکیې د ملي دفاع وزارت هم ویلي دي چې د کابل د هوايي دګر په مخکې دوه غبرګې چاودنې شوي دي . پدې چاودنو کې ترکي ځواکونو ته هیڅډول زیان ندی اوښتی.
د انګلستان د دفاع وزارت هم د چاودنو په ویلي دي چې « دا چې په کابل کې څه روان دي او دا ډول چاودنې د تخلیې په چارو څه ډول منفي اغیزې کوي په اړه کار کوو. زمونږ د چارو په لومړیتوب کې د انګلیسي ځواکونو، انګلستان وګړو او افغان وګړو امنیت دی. د دوې د امنیت په اړه ډیر اندیښمن یو. دې پيښې ته په عاجله توګه د ځواب ورکولو په خاطر د امریکا او ناټو سازمان د نورو غړیو سره د تماس په حال کې یو.
د یادولو وړ ده چې تیره ورځ هم امریکا دفاع وزارت خبرداری خپور کړی چې داسې دقیق راپورونه يي ترلاسه کړي چې داعش ترهګرې ډله د هوايي ډګر په مخکې پر ملکي وګړو د خونړی بریدونو پلان جوړوي.
همداشان د استرالیا د بهرنیو چارو وزیر هم تیره ورځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی وو چې د کابل د هوايي ډګر د دروازو او شاوخوا نه ځانونه لرې وساتي.
د امریکا ولسمشر جو بایدن هم دوه ورځې مخکې خبرداری ورکړی وو چې داسې راپورونه ترلاسه شوي دي چې د داعش ترهګرې ډلې د کابل د هوايي ډګر په مخکې پر ملکي وګړو د بریدونو پلان لري.