د کابل په هوايي ډګر کې نښته شوې ده
د افغانستان په پلازمینه کابل کې په هوايي ډګر کې د وسله والې نښتې په نتیجه کې یو تن افغان سرتیری مړ او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
خبري رسنیو ویلي دي چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې د کابل په هوايي ډګر کې نامعلومو وسله والو او بهرنیو ځواکونو ترمنځه نښته شوې ده چې په نتیجه کې د کابل د هوايي ډګر د داخلي امنیت د افغان سرتیرو نه یو تن مړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
همداشان په هوايي ډګر کې امنیت تر کنټرول لاندې راغلی دی.
دا نښته د هوايي ډګر په شمالي دروازه کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي د نښتو او ډزو د پيلیدو نه سمدلاسه وروسته د میدان داخلي امنیت مسئولینو افغان سرتیرو ډزې پيل کړې.
د نښتې په سیمه کې امریکايي او جرمني ځواکونه مستقر وو چې سمدلاسه يي په ډزو پيل وکړ.
د جرمني ځواکونو خبري رسنیو ته ویلي دي چې جګړه لومړی د افغان ځواکونو او نامعلومو وسله والو ترمنځه پيل شوه چې امریکايي او جرمني ځواکونو پکې مداخله وکړه.
نښته کې یو تن افغان سرتیری مړ او ۳ تنه نور ټپیان شول.
امریکا او ناټو ځواکونو ددې پيښې په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې امریکا د تیرو دوه درې ورځو راهیسې د کابل د هوايي ډګر ترڅنګ د امنیتي خطراتو په اړه خبرداری ورکړی وو.