ننګرهار ولایت هم طالبانو ونیو
ننګرهار ولایت په سوله ایزه توګه طالبانو ته وسپارل شو
د افغانستان د ننګرهار ولایت هم طالبانو ونیو. د ویلو ده چې طالبان نن یکشنبه د سهار په وختي ساعتونو کې د جلال آباد ښار ته داخل شول او ښار په سوله ایزه توګه دوې ته وسپارل شو. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شوو انځورونو او فلمونو کې ښکاري چې د ننګرهار والي ضیا الحق امرخیل د ولایت په مقام کې د طالبانو سره یو ځای ناست دی .
ویل کیږي په ننګرهار کې هم د نورو ولایتونو په څیر طالبان پرته د کوم مقاومت نه ښار ته داخل شول او ټول دولتي ادارت يي ونیول.
د ویلو ده چې طالبانو تیره ورځ د کونړ ولایت نه وروسته د لغمان ، فاریاب او مزار شریف ولایتونه هم ونیول.
د ویلو ده چې طالبان د افغانستان پلازمینې کابل ته ګام په ګام نږدې کیږي.
د مزار شریف امنیتي ځواکونه د ښار نه په شا شول او ښار يي طالبانو ته تسلیم کړ.
ویل کیږي طالبانو لومړی د ښار زندان مات کړ او وروسته امنیتې قومندانۍ او ولایت ودانۍ ونیولې.
د بله پلوه ویل کیږي په سلګونو موټرې د حیرتان پله پر لورې روانې وې او د پله نه د اوزبیکستان لوري ته اوښتي دي.
د افغانستان د ولسمشر پخوانی لومړی مرستیال مارشال دوستم او د جمعیت ګوند د یوې شاخې مشر عطاء محمد نور چې د طالبانو پر خلاف د مقامت په خاطر مزارشریف ته تللي وو تیره ورځ مخکې ددې چې ښار طالبان وونیسي د ښار نه وتلي دي.
عطاء محمد نور د مزار شریف ښار د طالبانو لخوا د نیولو پخلی کړی دی او ویلي دي چې د یوې سترې دسیسې په نتیجه کې مزار شریف طالبانو ته وسپارل شو.
عطاء محمد نور ویلي دي چې هغه او مارشال دوستم خوندي سیمه کې دي. د مزار د والي په ګډون ټول جګپوړي چارواکي د ښار نه وتلي دي.