طالبانو د کونړ نه وروسته لغمان، فاریاب او مزار شریف ولایتونه هم ونیول
طالبان د کابل پر لور ګام په ګام د پرمختګ په حال کې دي
1691210
د افغانستان څلورم لوی ښار مزار شریف هم د طالبانو لخوا ونیول شو.
طالبانو ویلي دي چې نن يي د کونړ ولایت نه وروسته د لغمان ، فاریاب او مزار ولایتونه هم ونیول.
د ویلو ده چې طالبان د افغانستان پلازمینې کابل ته ګام په ګام نږدې کیږي.
د مزار شریف امنیتي ځواکونه د ښار نه په شا شول او ښار يي طالبانو ته تسلیم کړ.
ویل کیږي طالبانو لومړی د ښار زندان مات کړ او وروسته امنیتې قومندانۍ او ولایت ودانۍ ونیولې.
د بله پلوه ویل کیږي په سلګونو موټرې د حیرتان پله پر لورې روانې وې او د پله نه د اوزبیکستان لوري ته اوښتي دي.