طالبانو د غزني‌ نه وروسته کندهار، هلمند، بادغیس او غور ولایتونه هم ونیول

په افغانستان کې طالبانو  د بادغیس، غور، هلمند او کندهار ولایتونو د نیولو سره  د نیولو ولایتونو شمیره ۱۵ ته لوړه کړه

1690537
طالبانو د غزني‌ نه وروسته کندهار، هلمند، بادغیس او غور ولایتونه هم ونیول

.

د بادغیس ولایت د ولایتي شورا رئیس عبدالعزیز بیک خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې طالبانو تیره ورځ د دې ښار د  مرکز د قلعه نو د نیولو په خاطر بریدونو کچه لوړه کړه چې بالاخره نن د سهار په ساعتونو کې قلعه نو ښار ونیو.

د قلعه نو امنیتي‌ ځواکونه د ښار په څنډو کې پرتو پوځي‌ هډو ته په شا شوي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي چې د پوځي‌ هډو نه پرته د قلعه نو نور ټولې سیمې د طالبانو لخوا نیول شوي‌ دي.

د بله پلوه د افغانستان په ولسي‌ جرګه کې د غور د ولایت استازې فاطمه کوهستاني‌ ویلي‌ دي چې طالبانو پرون د ماښام په ساعتونو کې په فیروز کوه بریدونه ډیر کړل او بالاخره چې دا ښار يي ونیو.

هغې وویل چې د ښار مرکز د طالبانو لاس ته د غورځیدو نه وروسته امنیتي‌ ځواکونو د مقامت نه پرته د ښار نه ووتل.

همداشان په افغانستان کې د ستراتیژیک اهمیت نه برښمند د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار هم طالبانو ته لاس ته وغورځید.

په پارلمان کې د هلمند ولایت استازي میرویس خادم ویلي دي چې طالبانو نږدې یوه میاشت مخکې د لښکرګاه ښار د نیولو په خاطر بریدونه پيل کړي‌ وو.

امنیتي‌ ځواکونه تیره شپه د ښار نه په شا کیدو ته اړ شول. امنیتي‌ ځواکونه د شورابک هوايي ډګر ته په شا شوي‌ دي.

همداشان طالبانو د افغانستان دویم ستر ښار د کندهار ولایت هم ونیو.

د یادولو وړ ده چې نوموړو ولایتونو د غزني‌ ولایت د سقوط نه وروسته سقوط وکړ.



اړوند خبرونه