ملګروملتونو په هلمند کې دوو خواوو د جګړو په منځ کې د ګیر پاتو ملکي‌ وګړو په اړه اندیښنه وښوده

د ملګروملتونو سازمان ویلي‌ دي‌ چې د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه ښار کې د جګړو له امله په زرګونو تنو ملکي‌ وګړو د بند پاتې کیدو په اړه ډیر زیات  اندیښمن یو.

1685871
ملګروملتونو په هلمند کې دوو خواوو د جګړو په منځ کې د ګیر پاتو ملکي‌ وګړو په اړه اندیښنه وښوده

 

د ملګروملتونو سازمان ویاند په ورځنۍ خبري‌ غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د طالبانو پرمختګ نه وروسته  رامنځته شوي‌ تاوتریخوالي‌ په اړه ډیر زیات اندیښمن یو.

په هلمند او کندهار ولایتونو کې د ملکي‌ وګړو مرګ ژوبلې کچه ډیره زیاته لوړه شوې ده  او حتا په روغتونونو هم بریدونه کیږي‌‌ او ضرر ورته رسول کیږي.

همداشان د هلمند ولایت د لشکرګاه په ښار کې په زرګونونو تنه بې ګناه او ملکي‌ وګړي د دوو پلونو او دوو اورونو په منځ کې ګیر پاتې دي.

هغه وویل چې یواځې د روان میلادي‌ کال د پیل راهیسې ۳۶۰ زره او د ۲۰۱۲ کال راهیسې بیا نږدې ۵ میلیونه تنه افغانان د جګړو له امله بې ځایه شوي‌ دي.

ویاند په افغانستان کې په جګړه کې په ښکیلو خواوو ملکي‌ بڼسټونو ته د ضرر رسولو نه د ډډې کولو غوښتنه کړې ده . همداشان هغه پر نړۍوالې ټولنې د افغانستان سره د یو عشاریه ۳ میلیاردو ډالرو د مرستې کولو غږ وکړ.



اړوند خبرونه