د افغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي پر کور ډله ایز برید شوی دی
ترهګرو تیره شپه د افغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي پر کور ډله ایز برید وکړ
د افغانستان د ملي دفاع وزیر بسم الله محمدي پر کور ډله ایز برید وشو.
ترهګرو تیره شپه د پلازمینې کابل د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دفاع وزیر بسم الله محمدي پر کور ډله ایز برید وکړ. ترهګرو لومړی د موټر پر مټ چاودنه وکړه او وروسته د بسم الله محمدي پر کور او نورو ملکي استوګنځایونو برید کولو پيل وکړ.
د افغانستان د دفاع وزیر بسم الله محمدي د برید پخلی کړی دی او ویلي دي چې پدې برید کې هغه او د هغه کورنۍ ته هیڅډول زیان ندی اوښتی . هغه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی دی چې دا ډول بریدونه به د افغانستان د خلکو نه د دفاع په برخه کې د هغه په روحیه د ذرې په اندازه منفي اغیزه ونکړي.
هغه ویلي دي چې په برید کې یواځې څو تنه ساتونکي ټپیان شوي دي. د بله پلوه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن وویل چې پدې برید کې د یوې ښځې په ګډون ۸ تنه مړه او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان د محمدي د ساتونکو نه یو تن خبري رسنیو ته نن وویل چې برید کوونکو لومړی د محمدي د کور په مخکې موټر بم برید وکړ او وروسته د هغه د کور په دننه کې هم دوه نورې چاودنې وکړې. پدې برید کې د محمدي ۴ تنه ساتونکي هم وژل شوي دي.
برید د ماسخوتن په ساعتونو کې د امنیتي ځواکونو لخوا د ټولو برید کوونکو د وژلو سره پایته ورسید.
د بله پلوه د افغانستان د پارلمان پخواني رئیس یونس قانوني د غږیز پيغام په خپرولو سره ویلي دي چې ترهګرو د دفاع وزیر بسم الله محمدي پر کور برید کړی خو د برید پر مهال محمدي پخپله په کور کې نه وو او د هغه د کورنۍ غړي هم په ډیره خوندي توګه تخلیه شوي دي.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
برید د شپې تر څه کم ۱۲ بجو دوام وکړ.