په نورستان کې سیلاونو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
د افغانستان په ختیځ کې د نورستان ولایت د کامدیش په ولسوالۍ کې سیلاونو په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله راړولې ده .
د افغانستان د ناورین او طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلي دي چې د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د مهردیش په سیمه کې د راوتلو سیلاونو په نتیجه کې نږدې سلو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
یاد شوي ولایت ویلي دي چې د نوموړو سیلاونو په نتیجه کې تر ۶۰ ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.
د بله پلوه د نورستان ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې د سیلاونو په نتیجه کې تر ۱۰۰ ډیر کورونه ویجاړ شوي دي.
د پلټنو د چارو په ترڅ کې تر اوسه پورې د ۴۰ تنو مړي موندل شوي دي.
د نورستان ولایت د ولایتي شورا رئیس ویلي دي چې دا پيښه تیره شپه رامنځته شوه. هغه ویلي دي چې تیره شپه د ۱۲ بجو په شاوخوا کې د مهردیش په کلي سیلاب راغی چې نږدې سل کورونه يي له ځان سره وړي او ویجاړ کړي دي.
پدې پيښه کې په لسګونو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده .
د افغانستان د ناورین او طبعي پیښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویلي دي چې کیدای شي چې د مرګ ژوبلې شمیره تغیر ومومي . دا شمیرې لومړنۍ شمیرې دي.
یاد شوي ولایت ویلي دي چې دا سیلاب ځپلې سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده او تر اوسه پورې ورته هیڅډول بشري مرستې ندي رسیدلي .