په هلمند کې پر امنیتي پوستې موټر بم برید شوی
په هلنمد کې پر امنیتي پوستې د موټر بم برید په نتیجه کې ګن شمیر پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
1681161
د افغانستان د هلمند په ولایت کې پر امنیتي ځواکونو د موټر پر مټ ځانمرګی برید وشو.
د هلمند ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د لښکرګاه ښار د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یوې امنیتي پوستی د موټر بم برید شوی دی.
پدې پیښه کې لږ تر لږه ۲ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
امنیتي سرچینو ویلي دي چې برید پر امنیتي پوستې شوی دی. د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.