په بغلان ولایت کې د ماین پاکۍ پر موسسې خونړۍ برید شوی

په بغلان کې لس تنه ماین پاکان ووژل شول

1654594
په بغلان ولایت کې د ماین پاکۍ پر موسسې خونړۍ برید شوی

د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې د ماین پاکۍ د یوې موسسې پر کارکوونکو خونړی برید شوی چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د هلوټرسټ په نامه د ماین پاکۍ موسسې ویلي‌ دي‌ چې چې د بغلان ولایت د مرکزي‌ بغلان ولسوالۍ د شیخ جلال په کلي‌ کې ددوې په یو دفتر د ناپیژاندو وسله والو لخوا خونړی برید شوی دی.

امنیتي‌ سرچینو ویلي‌ دي چې دا برید تیره شپه ترسره شوی دی. په برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنو ماین پاکانو ژوند د لاسه ورکړی دی او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پداسې حال کې چې ددې برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی ، طالبانو هم پدې برید کې لاس لرل په کلکه توګه رد کړي‌ دي.

طالبانو ویلي‌ دي چې ددې برید سره هیڅډول تړاو نلري‌ او برید ددوې لخوا ندی ترسره شوی.



اړوند خبرونه