طالبانو په کابل کې د تیرې ورځې په بریدونو کې لاس لرل رد کړل.
په کابل کې تیره ورځ په دوو جلا جلا چاودنو کې ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې په کابل کې تیره ورځ په دریمه ناحیه کې د رامنځته شوې چاودنې سره هیڅډول ارتباط نلري. همداشان په قره باغ کې د برښنا پر پایې برید هم رد کړی دی.
طالب ویاند ویلي دي چې پر ملکي اهدافو او عام المنفعه تاسیساتو برید نکوي.
د ویلو ده چې تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې په دوو جلا جلا بمي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره ورځ په کابل کې دوه جلا جلا چاودنې رامنځته شوي دي. هغه ویلي دي چې یوه چاودنه د سر کاریز او بله چاودنه د ګولايي دواخانه په سیمه کې شوې ده .
په دواړو چاودنو کې ۱۰ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
هغه ویلي دي چې دا بریدونه پر ملکي وګړو شوي دي. هغه ددې بریدونو نه د بشري جنایت په توګه یادونه کړې ده .