په جلال آباد ښار کې چاودنه شوې ده
په جلال آباد کې د ملي امنیت د صفر دوه قطعې پر ځواکونو چاودنه شوې
1650014
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د درندې چاودنې نه خبر ورکړ شوی دی.
د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د جلال آباد ښار د بارګینونو په سیمه کې شوې ده . چاودنه د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په مربوطآتو کې شوې ده .
د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې چاودنه د ملي امنیت د صفر دوه قطعې پر ځواکونو شوې ده .
د ننګرهار د والي ویاند پدې پیښه کې د ۲ تنو د وژل کیدو او ۱۰ تنو نورو د ټپي کیدو نه خبر ورکړی دی.