په هلمند ولایت کې پر ملکي وګړو خونړۍ چاودنه شوې
د افغانستان د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې پر ملکي وګړو خونړۍ چاودنه شوې .
1642230
د هلمند ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د لښکرګاه ښار د بشران په سیمه کې د ملکي وګړو په موټر د سړک د غاړې چاودنه شوې ده .
ویل کیږي پدې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۱ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی.
چاودنه په یوې سراچه ډوله موټر شوې ده .
په موټر کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
امنیتي مقاماتو ویلي دي چې دا سراچه ډوله موټر د نادعلي ولسوالۍ نه د لښکرګاه ښار پر لورې روان وو چې د بشران په سیمه کې پرې چاودنه شوې ده.
ویل کیږي پدې سیمه کې د تیرو څو ورځو راهیسې د حکومت او طالبانو ترمنځه نښتې روانې دي.
پداسې حال کې چې ددې برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی خو د سیمې چارواکیو د برید پړه پر طالبانو اچولې ده .