په کندهار کې چاودنه شوې
په کندهار کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې
1622300
د افغانستان په کندهار ولایت کې خونړۍ چاودنه شوې ده .
د کندهار ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیر ماښام د کندهار ولایت د شاولي کوټ په ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو خونړۍ چاودنه شوې ده .
هغه ویلي دي چې پر ملکي وګړو د سړک د غاړې د ماین په چاودنه کې لږ تر لږه ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د هغه په وینا د پيښې قربانیان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. پدې پيښه کې د یوې ښځې او یو ماشوم په ګډون ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.