په جلال آباد کې چاودنه شوې
د جلال آباد د پنځمې ناحیې په سیمه کې چاودنه شوې
1604333
د افغانستان په ختیځ کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې ده .
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې چاودنه د جلال آباد ښار د پنځمې امنیتي حوزې به سیمه کې د نارنج باغ په سیمه کې شوې ده .
چاودنه د پولیسو په رینجر شوې ده . ویل کیږي پدې پیښه کې یو تن پولیس ټپي شوی دی.
د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند فرید خان خبری رسنیو ته ویلي دي چې دا چاودنه د غرمې نه مخکې د لس نیمو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې یو تن پولیس ټپي شوی دی. ځینو سرچینو بیا ویلي دي چې چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې د امر پر موټر شوې ده .
د ویلو ده چې تیره ورځ هم په جلال آباد ښار کې د ملي امنیت د منسوبینو پر موټر چاودنه شوې وه.