په بغلان ولایت کې د پوهنتون د استادانو او محصلینو پر موټر خونړی برید شوی
د افغانستان په شمال کې په بغلان ولایت کې د پوهنتون د استادانو او محصلینو پر موټر وسله وال برید شوی دی.
1601880
د بغلان ولایت امنیتي مقاماتو ویلي دي چې نن سې شنبه د مارچ ۱۶ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې د بغلان پوهنتون د کرنۍ پوهنځي د استادانو او محصلینو د لیږد په کاستر ډوله موټر وسله وال برید شوی دی.
پدې برید کې لږ تر دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه نور ټپیان شوی دي.
پدې برید کې د موټر چلوونکي او یو تن محصل ژوند د لاسه ورکړی او ۶ تنه استادان ټپیان شوي دي.
ویل کیږي پدې موټر کې ۲۵ تنو استادانو او محصلینو شتون درلود. برید د بغلان ولایت مرکز د پلخمري په ښار کې رامنځته شوی دی.
پداسې حال کې چې د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو افغان چارواکي د برید پړه پر طالبانو اچوي.
طالبانو ددې پيښې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.