افغان حکومت په مسکو او استانبول کې جوړیدونکې د افغانسستان په اړه د سولې په غونډو کې ګډون کوي

افغانستان حکومت په مسکو او استانبول کې جوړیدونکو د سولې په غونډو کې د ګډون کولو نه خبر ورکړ.

1600856
افغان حکومت په مسکو او استانبول کې جوړیدونکې د افغانسستان په اړه د سولې په غونډو کې ګډون کوي

 

د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل چې افغان حکومت به په مسکو او استانبول کې جوړیدونکو د افغانستان د سولې په اړه په غونډو کې ګډون وکړي.

هغه په پلازمینه کابل کې خبري غونډې ته وویل چې حکومت د مسکو او استانبول په غونډو کې د ګډون لپاره چمتوالی نیسي.

هغه وویل چې پدې غونډو کې د افغان حکومت د ګډون کوونکو استازو دقیقه شمیره تر اوسه پورې معلومه شوې نده او د هیواد د بهرنیو چارو وزارت او د ملي مصالحې عالي شورا پدې اړه کار کوي.

محب ددې خبرې په ټینګار وویل چې یواځې د طالبانو سره د سولې مذاکرات کومه نتیجه نه ورکوي . د افغانستان په جګړه کې داخلیو هیوادونو سره هم باید مذاکرات وشي.

د ویلو ده چې د روسیې حکومت د مارچ په ۱۸ مه نيټه په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې د جوړولو نه خبر ورکړی دی.

همداشان ترکیې بیا د اپریل په میاشت کې د غونډې د جوړولو نه خبر ورکړی دی.

د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو تیره شپه د خپل افغان سیال محمد حنیف اتمر سره خبرې وکړې.

پدې ټیلیفوني خبرو کې د دوه اړخیزو اړیکو سربیره د سیمې او نړۍ د مهمو مسئلو او د ترکیې په کوربه توب جوړیدونکې د افغانستان د سولې په اړه د غونډې په مسئلې هم خبرې وکړې.

همداشان دواړو وزیرانو د اسیا زړه استانبول پروسې نهمې ناستې چې د مارچ په وروستیو کې به په تاجکستان کې جوړه شي هم خبرې وکړې.

افغانستان بهرنیو چارو وزیر د ترکیې لخوا د افغانستان د سولې د مذاکراتو د کوربه توب د پریکړې نه د یو ډیر ارزښتمند او معتبرې پریکړې په توګه یادونه وکړه او د دواړو هیوادونو ترمنځه يي د غونډې د اجنډا، اهدافو، ګډون کوونکو او پایلو په اړه د تماسونو او سلامشورو په ډیرولو ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه