په جلال آباد کې چاودنه شوې
د جلال آباد ښار د اتمې ناحیې په سیمه کې چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې چاودنه شوې ده .
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن پنجشنبه د مارچ ۱۱ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې د جلال آباد ښار په د اتمې حوزې په سیمه کې په یو موټر نښلول شوی بم وچاودید.
ځايي سرچینو ویلي دي چې پدې پیښه کې دوه تنه ټپیان شوي دي. د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د ویلو ده چې تیره ورځ هم د جلال آباد ښار د اتمې حوزې په مربوطاتو کې د ملي پوځ په رینجر ډوله موټر چاودنه شوې وه.
د بله پلوه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د ۱۰ تنو ملکي وګړو د وژل کیدو ادعاء شوې ده .
د ننګرهار ولایت د ولایتي شورا یو غړي ویلي دی چې ځانګړو ځواکونو تیره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ د ټټنګ په سیمه کې په یوې کور چې مدرسه هم پکې وه چاپه اچولې ده .
پدې چاپه کې د مدرسې د څو تنو حافظانو او استادانو په ګډون لس تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا تر اوسه پورې ددې پيښې په اړه څه ندي ویلي.